افغانستانروستي خبرونه

طالبان: د کندهار پر مېلمستون برید زموږ کار نه و

د طالبانو وسله والې ډلې د کندهار ولایت په مېلمستون کې د خونړی چاودنې د پلټنې راپور په اړه غبرګون وښود او ادعا کوي چې یاد ډلې په دغه برید کې لاس نه لري.

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه بیان کې لیکلي ” موږ یوځل بیا هم په یاده پيښه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لاس لرل په جدي ډول ردوو، دښمن هڅه کوي چې د خپلمنځي اختلافاتو او بدبینیو څخه توجه بلې خوا واړوي، او د مجاهدینو په ضد د پروپاګند وسائل برابر کړي.”

هغه زیاته کړه “ټول پوهیږي چې په داسې حساس ځای کې دومره پيچلی برید پخپله د دښمن د ځينو واکمنو کړیو کار دی چې د ځينو اشخاصو د حذف لپاره ترسره شوی.”

د ملي امنیت ریاست رئیس ښاغلي معصوم ستانکزي تېره ماښام د یوه خبري غوڼدې پر مهال وویل، چې د کندهار ولایت مقام پر مېلمستون برید د طالبانو د کوټې شورا له خوا پلان او ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د خونړی برید په اړه پلټنې د ملي امنیت ریاست او د امریکا د کورني امنیتي ادارې په مرسته چې پکې د محتده عرب اماراتو د استخباراتي ادارې هم ګدون درلود ترسره شوي دي.

نوموړې وایي، د برید په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي و او په پایله کې په ډاګه شوه چې د یاد مېلمستون اشپز چې سید محبوب اغا نومیږې د دغه برید د ترسره کولو په خاطر د طالبانو د کوټې شورا له خوا ګومارل شوی و.

د ښاغلي ستانکزي په وینا، د کندهار ولایت میلمستون اشپز دغه همکاري د ۳۰ زره امریکایي ډالرو او په پاکستان کې د یوه اپارتمان د ترلاسه کولو په خاطر کړي وه.

د ملي امنیت ریاست رئیس وایي، په دغه برید کې  RDX او TNT چاودیدونکې توکې کارول شوي چې د ریموټ کنټرو په واسطه چاودنې ورکړل شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا