اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

قطر: په غزه کې د یرغمل شویو بندیانو په اړه د موافقې په برخه کې کوچنۍ ننګونې پاتې دي

دید خبري اژانس: د قطر لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه د اسراییلي رژیم او حماس تر منځ د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه یوې موافقې ته د رسیدو ډاډمن دی او پاتې ننګونې «ډېرې وړې» دي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، چې په دوحه کې یې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ له مشر جوزپ بورل سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون کړی و، وویل، «د تړون پر وړاندې ننګونې یوازې عملي او لوژستیکي دي».

تر دې مخکې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی و چې د ۵۰ یرغمل شویو د خلاصون په بدل کې د پنځه ورځني اوربند پر پلان خبرې روانې دي.

ویل کیږي چې د ګوندونو تر منځ یو له اصلي اختلافونو څخه په غزه کې دننه د ښځو او ماشومانو شمیر دی. د اسرائیلو رژیم وايي، په غزه کې ۷۰ ښځې او ماشومان دي، په داسې حال کې چې حماس دا شمېر یوازې ۵۰ تنه بولي او وايي، د پاتې نورو د موندلو لپاره نور وخت ته اړتیا لري.

د حماس او اسراييلي رژيم تر منځ د جګړې له پيل راهيسې قطر د دواړو خواوو ترمنځ د يوه مهم منځګړي په توګه کار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا