اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

مارکوس پوتزل د یوناما سیاسي مرستیال ټاکل شوی دی

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له جرمني څخه مارکوس پوتزل په افغانستان کې د یوناما د سیاسي مرستیال په توګه ټاکلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د نوي ځانګړي استازي په توګه د ټاکل کېدو خبر ورکړ.
هغه د ډنمارک نوډسن ډرل ځای نیسي.
مارکوس پوتزل په افغانستان کې د اته کلنې تجربې په ګډون د ډیپلوماسۍ او نړیوالو همکاریو په برخه کې له ۲۷ کلونو زیاته مسلکي تجربه لري. نوموړي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جرمني د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان د ځانګړي استازي په توګه (۲۰۱۷-۲۰۲۱)، د بحرانونو د مدیریت کمیشنر (۲۰۱۶) او په افغانستان کې د آلمان د سفیر (۲۰۱۴-۲۰۱۶) په توګه دنده ترسره کړې ده.
پوتزل د جرمني په برلین کې د همبولد پوهنتون او د تاجکستان له دوشنبي پوهنتون څخه په فارسي او انګلیسي ژبو او ادبیاتو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
هغه په جرمني، انګلیسي او فارسي ژبو مسلط دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا