اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد: هیله لرو چې د پاکستان نوی حکومت به امنیت تامین کړي

ډید خبري اژانس: ذبیح الله مجاهد چې د نويو واکمنانو ویاند دی وايي، هیله لري چې د پاکستان نوی حکومت به د دغه هېواد امنیت تامین کړي.

مجاهد همداراز د پاکستان له نوي حکومته وغوښتل چې له طا-لبانو سره د اړیکو پر ساتلو له سره غور وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه پیغام کې په پېښور کې ترهګریز برید غندلی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو تحریک طا-لبان پاکستان چې په وروستیو دوو کلونو کې یې د امنیتي ځواکونو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګڼو چاودنو او وسله والو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د پاکستان حکومت په پرله پسې ډول طا-لبان د پاکستاني طا-لبانو تحریک ته په پټنځای ورکولو تورن کړي چې په افغانستان کې د دغې ډلې له واک ته رسېدو وروسته یې په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د دې ادعاوو په ځواب کې طا-لبانو په وار وار ویلي چې پاکستان د خپل داخلي امنیت د برابرولو توان نه لري او پړه یې پر نورو اچوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا