روستي خبرونهنړۍ

آلمان وايي د امریکا له بندیزونو سره سره به له روسیې ګاز پېري

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گابریل وايي، امریکا هڅه کوي چې د بندیزونو له لارې اروپايي شرکتونه په روسیه کې د انرژۍ په برخه کې له پانګونې را وګرځوي.

د نوموړي په وینا په دې توګه امریکا غواړي د روسیې د ارزانه ګاز په بدل کې امریکا پر اروپا څو برابره ګران ګاز وپلوري. زیګمار ویلي، چې اروپايي شرکتونه په تېره د آلمان شرکتونه به د امریکا له فشارونو سره سره، له روسیې سره په دې برخه کې سوداګري روانه ساتي او اروپايي شرکتونه به د تل په څېر په روسیه کې د انرژۍ او ګازو په برخه کې پانګونه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا