اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

متقي د بایډن د خبرو په هرکلی سره: امریکا باید همدا اوس مثبت تعامل غوره کړي

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د القاعدې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې اوس د دې وخت دی چې امریکا له طا-لبانو سره مثبتې خبرې وکړي.

د تېرې جمعې په ورځ بایډن په افغانستان کې د القاعدې د موجودیت په اړه وویل: «په یاد دې وي چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي؟ ما ویلي وو چې القاعده به په افغانستان کې نه وي. ما وویل چې دوی به هلته نه وي. ما وویل چې موږ باید له طا-لبانو سره مرسته وکړو. اوس څه کیږي څه روان دي. ورځپاڼې ولولئ، زه په حقه وم».

طا-لبانو، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په ګډون، د بایډن خبرې په افغانستان کې د «وسله والو ډلو» نشتوالي په توګه تشریح کړې.

متقي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي: د ولسمشر بایډن وروستۍ څرګندونې چې په افغانستان کې وسله والې ډلې شتون نه لري، دا په حقیقت کې د حقیقت درک دی».

د متقي په وینا، د بایډن څرګندونې په افغانستان کې د څه باندې ۲۰ ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ردوي.

متقی وویل: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي. موږ په تیرو دوو کلونو کې په عملي توګه دا شی رامینځته کړی. اوس دا د امریکا وظیفه ده چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او له افغانستان سره د مثبتو تعامل لپاره مخ په وړاندې ولاړ شي.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د جوبایډن وروستۍ څرګندونې له دغې ډلې سره د طا-لبانو ژمنتیا ثابتوي.

د طا-لبانو مخالفینو هم د بایډن څرګندونو ته غبرګون ښودلی او طا-لبان یې د امریکا اجیر پوځیان بللي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا