اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په بدخشان، کونړ او کندز کې درې چاودنې شوي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې په بدخشان، کندز او کنړ کې د درېیو چاودنو خبر ورکړل شوی دی. تر اوسه د چاودنې د هدف په اړه جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

په بدخشان، کونړ او کندز کې درې چاودنې شوي

په کندز، کونړ او بدخشان کې نن سهار (د غبرګولي په ٢٢مه) د درېيو پرله پسې چاودنو راپور ورکړل شو.
د کندز ښار په دریمه ناحیه کې د کهنه فروشانو ساحی د صرافانو سرای کې چاودنه شوې ده.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند عبيدالله عبيدي وويل چې چاودنه د ولايت په مرکز کې شوې ده. خو جزیات یې نه دي ورکړي.
د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې هم د یوې چاودنې خبر ورکړل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د فيض اباد ښار د لوا په عمومي سړک د کري په سيمه کې د وسله والو طا-لبانو يو موټر د ماين په چاودنه کې په نښه شو.
په بدخشان کې د طا-لبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي هم وويل چې چاودنه د سړک غاړې ماين له امله شوې او چاته پکې زيان نه دى اوښتى.
په ختيځ ولايت کنړ کې سيمه ييزې سرچينې هم وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د طا-لبانو پر يوه پوځي موټر چاودنه شوې ده.
د طا-لبانو ځايي چارواکو تر اوسه د چاودنې پخلی نه دی کړی او د نوعیت او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه یې هم څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د چاودنې له امله یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا