اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

تاجیکستان روسیې ته د خپلو اتباعو پر تګ بندیز ولګاوه

دید خبري آژانس: تاجیکستان په مسکو کې له تروریستي پېښو وروسته له خپلو اتباعو غوښتي، چې روسیې ته له سفر څخه ډډه وکړي.

روسیې په دې وروستیو کې په مسکو کې د کروکس کنسرت پر تالار د برید په تړاو یو شمېر نور تاجیک اتباع هم نیولي دي.

د روسیې د خبري اژانس د راپور له مخې په مسکو کې د کروکس کنسرت پر تالار د برید په قضیه کې ۱۲ کسان نیول شوي دي. روسیې دغه څلور تنه مستقیم ډزې کوونکي او د تاجیکستان اتباع پیژندلي دي. یو شمیر نور بندیان د تاجیکستان اتباع دي.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ (د ثور ۸مه) خپره شوه، روسیې ته د دغه هېواد د اتباعو د سفر د رد لامل نه دی په ډاګه کړی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د تاجیکستان اتباع بايد د ترانسپورت له لارې روسيې ته لاړ نه شي.

د تاجیکستان د کار او مهاجرت وزارت له دې مخکې اعلان کړی و چې له روسیې د وتلو تاجیک کارګرانو شمېر زیات شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا