اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین متحده عربي اماراتو ته ورسېد

دید خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه سیمه ایز سفر متحده عربی اماراتو ته ورسید.

د ښاغلي پوتین سفر نن چهارشنبه (د غویی ۱۵مه) د اماراتو په ابوظبۍ کې له رسېدو سره سم پیل شوی دی.

نوموړی به په یوه سیمه ییز سفر کې پر متحده عربي اماراتو سربېره سعودي عربستان ته هم ځي او د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره به هم وګوري.

د ښاغلي پوتين بهرني سفرونه په تېره بيا په اوکراين کې د «جنګي جرمونو» په تور د نړيوالې جنايي محکمې له خوا د نيولو د حکم له صادرېدو وروسته لږ او لرې پاتې دي.

د تیلو او اوپیک پلس موضوع، د اوکراین جګړه او منځني ختیځ د هغه د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي سبا په یوه ورځني سفر مسکو ته ځي.

کرملېن د دغه سفر د یوه هدف په توګه د «پوځي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا» اعلان کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا