اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملا برادر د ایران له سفیر او ځانګړي استازي سره وکتل

ډيډ خبري اژانس: د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د ايران له ځانګړي استازي او سفير حسن کاظمي قمي سره وکتل.

د صدراعظم د اقتصادي مرستیال دفتر د سې شنبې په ورځ (د سنبله ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ملا عبدالغني برادر سره په کابل کې د ایران د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د لیدنې خبر ورکړی. په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دواړو لورو د سياسي، اقتصادي او دوه اړخيزو همکاريو په اړه بحث او د نظريو تبادله کړې ده.

د وزيرانو شورا د اقتصادي مرستيال د دفتر د معلوماتو له مخې، ملا برادر په دې کتنه کې وويل چې د اړيکو د ښه کولو لپاره د ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو لپاره لازمه ده چې بنسټيز ګامونه پورته کړي او هيچا ته دا فرصت ور نه کړي چې دغه اړيکې زيانمنې کړي.

  په دغه خبرپاڼه کښې د ښاغلی قمی له قوله لیکل شوی دی چې هغه په ​​دغه کتنه کښې وویل: تهران له کابل سره د اقتصادی، کرنې، صنعتی او د ریل ګاډو د پراختیا په برخو کښې ملګرتیا ته لېواله دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا