اقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

پر کوڼر سیند د برښنا بند جوړېږي

اشرف غني:چین به ډېر ژر کونړ سیند د برېښنا د تولید جوګه کړي

ولسمشر غني وايي، له چین سره خبرې روانې دي چې ژر تر ژره دې د کونړ سیند د برېښنا د تولید جوګه کړي.

نوموړي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې حکومت یې د اوبو د مهارولو او کنټرول لپاره منظم پلانونه لري او هڅه کوي برېښنا او اوبه د افغانستان لپاره د عاید پر سرچینه بدل شي. نوموړي وویل، نه یوازې د برېښنا تولید د افغانستان په ګټه دی، بلکې له شمالي ګاونډیو جنوبي ګاونډیو ته د برېښنا لېږد هم افغانستان ته د عاید پر سرچینه بدلېدلای شي.

دده په باور برېښنا به هم افغانستان ته د ګمرکاتو په څېر عاید ولري او د افغانانو په ژوند کې به د مثبت بدلون سبب شي. ولسمشر غني همدا راز ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه په تېره چین په سیمه کې د پراختیا او ودې لپاره سترې پروژې لري او په دغو ټولو پروژو کې افغانستان برخه لري او په دې تړاو به له چینايي چارواکو سره مهمې خبرې وکړي او پلانونه به په ګډه پر مخ وړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا