اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته لاړ

دید خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن سهار د مسکو په لور روان شو. ټاکل شوې چې ښاغلی امیر عبداللهیان د کسپین د ساحلي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

په پام کې ده چې د دغو پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

دا غونډه د کسپین سمندرګي د پنځو ساحلي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د کلني پروګرام په چوکاټ کې ده چې په ترڅ کې به یې د دې اوبو د سیمې پر مهمو مسایلو خبرې وشي.

د مسکو په غونډه کې به د کسپين سيمې د امنيت، د اقتصادي اړيکو د پراختيا، سمندري ترانسپورت، سوداګرۍ، انرژۍ، چاپيريال او اړوندو حقوقي مسايلو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پر پراختيا خبرې وشي.

د ایران، روسیې، اذربایجان جمهوریت، قزاقستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران هم په مسکو کې په خپله غونډه کې د کسپین د ساحلي هېوادونو د مشرانو د راتلونکې غونډې د حکم په اړه خبرې کوي.

امیر عبداللهیان به د کسپین په سرمشریزه کې د ګډون ترڅنګ د روسیې، قزاقستان او اذربایجان جمهوریت له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم دوه اړخیزې ناستې ولري.

د راپورونو له مخې، په دغو ناستو کې پر مهمو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو او دوه اړخیزو مسایلو خبرې کېږي.

د کسپین سمندرګي د ساحلي هېوادونو شپږمه سرمشریزه تېر کال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې جوړه شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا