اسلایدشوروستي خبرونهنړۍ

ملک سلمان واک پرېږډي؟

د روېټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د سعودي عربستان  لوړ پوړو د ېپلوماتانو او چارواکو ترمنځ اوازه ده چې  ملک سلمان بن عبد العزیر غواړي د خپل زوی او وليعهد محمد له پاره د پاچاهۍ له تخته کوز شي.

رويټرز په شاهي ماڼۍ کې د یو عيني شاهد له قوله ليکي چې ملک سلمان په یوه وینا کې وویل، چې د ناروغۍ له کبله نه شي کولای د هېواد چارې پر مخ یوسي، دی غواړي خپل زوی محمد خپل ځای ناستی او د سعودي پاچا وګرځوي.

سرچېنه زیاتوي چې د دغه اعلان خاصه نېټه نه ده معلومه او هر وخت کېدلای شي، خو زیات ګومان دا دی چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې وشي.

خو د سعودي لوړ پوړي چارواکي د روېټرز دغه خبره بې بنیاده ګڼي او زیاتوي چې  ا چې په شاهي ماڼۍ کې د کودتا خبرونه «بې اساسه، ناسم او بې معنا دي».

د سعودي یوه چارواکي د ناروغتیا له امله د ملک سلمان ګوښه کېدو په ځواب کې  آر ټي ته دغه خبر ضمنا رد کړ او ويې ویل، چې نوموړی په ښه روغتیايي حالت کې دی.

په سیاسي ډګر کې د محمد بن سلمان د را ښکارېدو سره سم  اګر که د نوموړي ستوري ورځ تر بلې د سعودي په حکومت کې زیات ځلېږي، خو د کار پوهانو په نېز د نوموړي د پاچاهۍ چانس ډېر کم دی. که چېرې داسې څه وشول، دا به په خپل ډول د سعودي په تاريخ کې لومړۍ او د خليجي هېوادونو په کچه دوهمه پېښه وي. له دې مخکې د قطر امیر حمد بن خليفه آل ثاني خپل زوی تمیم په ژوندانه باندې خپل ځای ناستی ګرځولی و.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا