افغانستانروستي خبرونه

بچه بازي جرم ګڼل کېږي

د افغانستان د عدلیې وزارت چارواکي وایي، له ماشومانو نه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې پېښې یا بچه بازي د یوه شوم او غیر اخلاقي پدیدې په توګه د افغانستان په جزایي کوډ کې شامل شوی دی.

د افغانستان عدلیې وزیر عبدالبصیر انور په دې اړه نن په یوه خبري کنفرانس کې د وینا پر مهال خبر ورکړ.

ښاغلي انور وویل « تر ټولو بد جرمونه لکه د بچه بازۍ جرم یو له هغو مهمو مواردو څخه دي چې د افغانستان په جزایي کود شامل شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د بچه‎بازي د له‎منځه وړلو لپاره د قانون هغه طرح چې دې کمېسیون د عدلیې وزارت ته وړاندې کړې وه، منل شوې، جزایي کو‌د دغه عمل غیر قانوني بولي او عاملین‌یې د قانون په وړاندې مجرم ګڼل کېږي.

نومړې زیاته کړه، چې د لندن په کنفرانس کې د افغانستان له ژمنو څخه یوه یې د عدلي او قضایي قوانینو بیاکتنه وه.

د ښاغلي انور په وینا، د افغانستان په جزایي کود کې د پنځلسو(۱۵) خپلواکو او پنځوسو(۵۰) نورو قوانینو وړاندوینه شوې ده.

هغه وویل چې د افغانستان د جزایي کوډ د کابینې له خوا تر تصویب او ولسمشر غني له خوا تر توشېح وروسته د ۹ میاشت په موده کې د افغانستان په رسمي جرېده کې ثبت شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا