اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

کابلوف: د «مسکو فارمت» راتلونکې ناسته به په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو تمرکز وکړي

ډيډ خبري اژانس: د افغانستان لپاره د پوتین استازي په دې وروستیو کې ویلي چې د «مسکو فارمت»راتلونکې غونډه به په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو تمرکز ولري.

ضمیر کابلوف پرون (دوشنبه د اسد ۹) وویل چې دا غونډه د روان کال د سپټمبر په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې جوړېږي.

په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړه:«تر اوسه موږ په دې برخه کې (د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو) کې کوم پرمختګ نه دی لیدلی. له همدې امله موږ راټول شوي یو چې خپل کار ته دوام ورکړو».

نوموړي زیاته کړه، چې په دې ناسته کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې وشي.

ښاغلي کابلوف تایید کړې، چې دې غونډې ته طا-لبانو ته بلنه ورکړل شوې او دا ډله به په کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د روسیې له سفیر امیرخان متقي سره له کتنې وروسته د مسکو په غونډه کې د دغې ډلې بلنه اعلان کړه.

د مسکو څلورمه ناسته تېر کال د طا-لبانو له حضور پرته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب ترسره شوه.

دا غونډه په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا