اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې له هالنډ سره د افغانستان د سفارت «اړیکې» اعلان کړې

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په هالنډ کې د افغانستان له سفارت سره د تماس او تعامل اعلان کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په وینا، په هالنډ کې د افغانستان سفارت به له دې وروسته د دغه هېواد اتباعو ته قونسلګري خدمات وړاندې کړي.

په هالنډ کې د افغانستان سفارت په اعلاميه کې چې په X کې خپره شوې، دا هم ويل شوي چې دغه سفارت د هېواد د اتباعو د ستونزو د هواري او د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکې لري.

سفارت زیاته کړې چې دغه اسناد به د تایید لپاره په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.

په هالنډ کې د افغانستان سفارت لکه په بهر کې د ډېرو افغان سفارتونو په څېر د دغه هېواد د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو تر کنټرول لاندې دی.

تر اوسه د سیمې هېوادونو په ګډون څو هېوادونو د طا-لبانو سفیران منلي دي. دغه راز د تېر حکومت ځينې ډيپلوماتان له طا-لبانو څخه امرونه اخلي. خو تر اوسه کوم هیواد په رسمي توګه د طا-لبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا