اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

پاکستان: له طا-لبانو سره مو ارتباطي چینل ساتلی دی

ډیډ خبري اژانس: له پاکستان څخه د ناقانونه افغانانو د اجباري ایستلو او د اړیکو له خرابیدو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له شکونو سره سره یې له طا-لبانو سره د اړیکو شبکه ساتلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون وویل چې پاکستان په دوه اړخیزو اړیکو کې له شکونو سره سره له افغانستان سره ارتباطي چینل ساتلی دی.

ده وويل: د پاکستان بهرنۍ تګلاره ثابته ده، چې موږ له خپل ګاونډي افغانستان سره دوستانه اړيکې غواړو. پاکستان له افغانستان سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره هر ممکنه هڅه کړې او په دې برخه کې له افغانستان سره د ټولو اندېښنو په اړه خبرې کوو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: زموږ له اندېښنو او جدي اندېښنو سره سره، پاکستان له افغانستان سره د ارتباطي چینل لاره ساتلې ده.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان او افغانستان د تحريک طا-لبان پاکستان (ټي ټي پي) پر سر له يو بل سره اختلاف لري او دغه اړيکې وروسته له هغې نورې هم ترينګلې شوې، چې پاکستان په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه مېشت ټول افغانان د شړلو پرېکړه وکړه.

له دې پرېکړې وروسته د طا-لبانو یو شمېر مشرانو د پاکستان پر ضد سختې څرګندونې کړې او د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې د پناه ورکولو خبره رد کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا