اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

د کابل – ننګرهار لاره د غره د ښويېدو له امله تړل شوې ده

دید خبري آژانس د خبر له مخې، د فواید عامې وزارت خبر درکر چی د کابل – ننګرهار لویه لار د غره د ښویېدو له امله تړلې ده.

د فواید عامې وزارت نن یکشنبه (۲۶ سنبله) اعلان وکړ چې د کابل- جلال اباد لویه لار د کابل ښار له ننوتو دروازې څخه درې کیلومتره وړاندې د غره د ښویېدو له امله تړل شوې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لویه لار له تېرې شپې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د فواید عامې وزارت له مسافرو او موټر چلوونکو څخه غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې له دې لارې استفاده نه کوي.

په همدې حال کې د سالنګ تونل د بیارغونې له امله د کابل – مزارشریف لویه لار تړل شوې او مرکز ته د هېواد د شمالي ولایتونو تګ راتګ له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا