اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پر کډوالو د پاکستان فشار؛

د خوړو نړیوال سازمان: د راستنیدونکو وضعیت ښه نه دی

ډید خبري اژانس: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو تر نیمايي ډېر بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان په خپل ایکس چینل کې د دغه خبر په خپرولو سره ویلي: یو زیات شمېر اخراج شوي افغان کډوال له اقتصادي ملاتړه بې برخې دي او د خپل ژوند د دوام لپاره پورونه اخلي.

د افغانستان د مسایلو شنونکي پر افغان کډوالو د اسلام اباد فشارونه د کابل له حکومت سره یوه لانجه او غچ ګڼي.

په ورته وخت کې سرپرست حکومت ته نږدې ځینې رسنۍ د پاکستان له خوا د کډوالو جبري ایستل افغانستان ته د داعش د لېږدولو لپاره د اسلام اباد د دسیسې د ناکامېدو غچ ګڼي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا