اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د افغانستان په اړه د چین، تاجیکستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو مشوره

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یاو شیاونګ د متحده عربي اماراتو او تاجیکستان له چارواکو سره په جلا جلا توګه د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

شیاونګ په X پاڼه کې لیکلي چې هغه د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال فرهاد سلیم سره وکتل او له افغانستان سره د اړیکو او مرستې لپاره یې د بیجینګ او دوشنبه د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي زیاته کړه چې ده او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ستر سلاکار سلیم الظهبي هم د افغانستان په اړه د نظر تبادله کړې ده.

چین یو له هغو څو هیوادونو څخه و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته یې په کابل کې خپل سفارت فعال کړ.

که څه هم دغه هېواد طا-لبان په رسميت نه دي پېژندلي، خو ويلي يې دي چې له طا-لبانو سره دوستانه اړيکې لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا