اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

قانع: په هېواد کې هره ورځ لس زره پاسپورټونه وېشل کېږي

ډید خبري اژانس: د کورنیو چارو سرپرست وزارت وايي چې د پاسپورت ریاست هره ورځ ۱۰ زره پاسپورټونه غوښتونکو ته وېشي.

د کورنیو چارو سرپرست وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پنجشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو وېشل شوي دي.

عبدالمتین قانع دغه راز وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د کابل په دریو نورو زونونو کې هم د پاسپورټونو د ویش لپاره درې نورې څانګې جوړې کړي.

په همدې حال کې د هېواد ډېری هغه اتباع چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره یې انلاین نوم لیکنه کړې، وايي چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره له یوه کال څخه زیات وخت نیسي.

په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد اتباعو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر څو ځلې ودرول شو او هېوادوال د دې پروسې له سستوالي شکایت کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا