اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

په کابل کې د «افغان-قزاق» نندارتون پرانیستل شو

ډید خبري اژانس: د «افغان-قزاق» سوداګریز نندارتون د پنجشنبې په ورځ (د ثور ۶) د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د قزاقستان د چارواکو په ګډون په کابل کې پرانیستل شو.

د لومړي وزير اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، دغه نندارتون به د طا-لبانو او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

نوموړي د دغه نندارتون د پرانستلو پر مهال ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ډېره زمينه برابره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی هم په دغه نندارتون کې د وینا پر مهال پر طا-لبانو د امریکا بندیزونه «بدبختانه او ظالمانه» وبلل.

هغه ادعا وکړه چې افغانستان د اقتصاد او ټرانزیټ په مرکز بدل شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم ادعا وکړه چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او خصوصي سکتور اړیکې زیاتې شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د افغانستان او قزاقستان کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې مسوولینو د امنیت او ثبات د تامینولو او نورو هېوادونو ته یې په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه، ادعا وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا