روستي خبرونهسیمهنړۍ

د جنسي اړیکو د ردولو په خاطر داعش ۱۹ ایزدی نجونې ژوندي په اور سوځولي

د راپورنو له مخې، په عراق کې لږ تر لږه ۱۹ تنه ایزدي نجونې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له خوا ژوندي په اور سوځول شوي دي.

په عراق کې د رسنیو یو تن فعال عبدالله المالله یوه کردي خبري اژانس ته ویلي، چې داعش وسله والو دغو نجونو ته وروسته له هغه ژوندي په اور وسوځول کله چې دوی د یاد ډلې وسله والو له خوا  د جنسي اړیکو غوښتنې ردکړل.

دا په داسې حال کې ده، چې یاد  ډلې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په سوریې او عراق کې په بشپړه توګه د ایزدۍ لږکۍ د منځه وړلو په هڅه کې دي.

سربېره په دې  داعش وسله وال په دواړو هېوادونو کې یو شمېر برخو له نیولو وروسته زرګونه ایزدي نجونې او ښخې نیولي دي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو کې ځینې دا ایزدي نجونې د یاد ډلې له منګولو په تېښته هم بریالۍ شوې دي خو بیا هم درې نیم زره نجونې د داعشیانو په بند کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا