اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته ولاړه

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حاجیانو لومړۍ ډله د کابل له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته ورسېده.

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته ولاړه

د طا-لبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د افغان حاجیانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته تللې ده.
دغه کاروان نن یکشنبه (د غبرگولی ۲۲) د کابل له هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه.
تمه ده چې سږ کال به له افغانستانه څه باندې ۱۳ زره کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
سعودي عربستان له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا یو میلیون کسانو ته د سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړه.
په دې مراسمو کې د ګډون اجازه یوازې د سعودي اتباعو او اوسیدونکو ته د تیرو دوه کلونو راهیسې د کورونا د خپریدو له امله ورکړل شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا