افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو نوې بسته کابل ته راورسېده

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو مرکزي بانک کابل ته د څلويښت ميليونو ډالرو په ارزښت د نغدو پيسو د رارسيدو خبر ورکړ.

د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو نوې بسته کابل ته راورسېده

د طا-لبانو مرکزي بانک د یکشنبې په ورځ (د اسد ۹مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه پیسې د هېواد یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې دي.
د طا-لبانو د حکومت مرکزي بانک له دغو مرستو څخه د مننې په څرګندولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره په نورو برخو کې هم مرستې وکړي.
د طا-لبانو مرکزي بانک هم ویلي چې دغه بانک له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
دغه بانک زیاته کړه، تمه لري چې نړیواله ټولنه له دغه بانک سره اړیکې ښې کړي او بانکي اړیکې بیا پیل کړي.
دا مرستې په داسې حال کې ورکول کېږي چې افغانستان د طا-لبانو تر واکمنۍ وروسته له ژور اقتصادي بحران سره مخ دی.
په خلکو کې د بې وزلۍ او لوږې له خپرېدو او د بشري ناورین له خطر سره سره طا-لبانو تر اوسه د دغه بحران د حل لپاره کومه طرح او تدبیر نه دی وړاندې کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا