افغانستانروستي خبرونه

په ننګرهار کې د داعش لوړپوړي چارواکي وژل کېدل

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو د رسنیو رئیس په ختیځ ننګرهار ولایت کې شوی دی.

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال جان نېکولسن تېره ناشپه ناوخته د دغه لوړپوړي داعش غړی د وژل کېدو په اړه خبر ورکړ.

هغغه یاته کړه، چې د داعش د رسنیو رئیس چې جواد خان نومېده دوه اونی مخکې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د ننګرهار په اچین ولسوالی کې وژل شوی.

د جنرال نېکولسن په وینا، په دغه هوایي برید کې د داعش وسله والو د رسنیو مرکز هم له منځه وړل شوی دی.

نوموړې وایي، د دغه عملیات له امله په افغانستان او سوریه کې د داعش وسله والو اړیکې هم زیان من شوي دي.

د داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغاان امنیتي ځواکونه او په هېواد کې میشت امریکايي ځواکونه د ننګرهار په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا