اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

له سلو څخه زیات مړه او ټپیان؛ داعش په مسکو کې د خونړي برید پړه پر غاړه واخیسته

دید خبری اژانس: وروسته له هغې چې ماسکو ته نږدې د کروکوس په ښار کښې د کنسرت په تالار کښې په یوه خونړۍ حمله کښې ۴۰ کسان ووژل شول او څه دپاسه سل کسان ژوبل شول، داعش ډلې د دغه خونړی برید مسئولیت په غاړه واخیست.

دا برید د جمعې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې (د مارچ ۲۲/۳ حمل) مسکو ته څېرمه د کروکوس په ښار کې د موسیقۍ د کنسرت په تالار کې وشو.

د داعش ترهګرې ډلې په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې هدف یې د مسکو په څنډو کې د عیسویانو پر یوې غونډې برید و.

په عین حال کې، پوتین، چې څو شیبې وروسته د برید په اړه پوه شو، امر وکړ چې د ټپیانو د ژغورلو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

دې برید ګڼ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر هېوادونو او اروپايي ټولنې دغه برید تروریستي بللی او غندلی دی.

په دغه ښار کې ډزې اوس پای ته رسېدلې او امنیتي سرچینو ویلي چې برید کوونکي چې شمېر یې څلور تنه وو، د یوه سپین رنګه موټر په وسیله له سیمې تښتېدلي دي.

د روسیې په مشرۍ د ډله ایز امنیت تړون سازمان په وار وار د داعش د ګواښ په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا