اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

هند په افغانستان کې د بشري حقونو پر ملاتړ ټینګار کوي

ډید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، نوی ډیلي د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو اړوند پرمختګونو ته دوام ورکوي.

دا خبره په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې اندرا ماني پانډي پرون په جنوا کې د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې وکړه.

پانډي وویل: موږ یو ځل بیا د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د ټولو بشري حقونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوو او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د لاسته راوړنو په ساتلو او پراختیا کې د هغوی د پوره، مساوي او معقولې ونډې غوښتنه کوو.

هغه، هند د افغانستان یو نژدی ګاونډی او اوږدمهاله پراختیایی شریک وباله.

د هند استازي وويل، هېواد يې د افغانستان له خلکو سره نږدې تاريخي او فرهنګي اړيکې لري او د افغانستان د ازادۍ، سولې او ثبات په برخه کې دوامداره همکاري لري.

په ملګرو ملتونو کې د هند سفیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ پرېکړه لیک ته په اشارې سره چې دوه کاله وړاندې تصویب شو، وویل چې د دغه پرېکړه لیک له مخې باید د افغانستان خاوره د بل هېواد د ګواښلو او برید لپاره ونه کارول شي.

هغه په ​​افغانستان کې د بشري ناورین په اړه وویل چې هند په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې پنځوس زره ټنه غنم او یو شمېر درمل او طبي وسایل مرسته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا