اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پاکستان: په افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې کېدل د پاکستان لپاره ګواښ دی

ډید خبري اژانس: د پاکستان موقت لومړي وزیر ویلي، چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې د پاکستان لپاره ګواښ دی.

د پاکستان د لومړي وزیر سرپرست انوارالحق کاکړ په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: د امریکا هغه وسلې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال پاتې وې، د وسله والو لاس ته لوېدلې دي.

هغه زیاته کړه: هغه پوځي تجهیزات چې د امریکا له خوا د وسله والو له نیولو وروسته پاتې شوي د تحریک طا-لبان پاکستان په لاس کې دي. په دې تجهیزاتو کې د پوځي وسلو پراخه لړۍ شامله ده، په شمول د شپې لید کمرې او د اور وژنې وسلې.

هغه ټینګار کړی، چې پوځي تجهیزاتو ته د پاکستاني طا-لبانو لاس رسی د هغوی د جګړې توان زیات کړی او دا د اسلام اباد لپاره یوه نوې ننګونه ده.

کاکر چې د خپلو خبرو د ثابتولو لپاره یې کوم اسناد وړاندې نه کړل، وویل چې د دې ستونزې د هواري لپاره باید یوه همغږي تګلاره غوره شي.

هغه ویلي دي: د پاکستان امنیتي ځواکونه به د کورونو، ماشومانو، جوماتونو او د عبادت ځایونو د ساتنې لپاره د وسله والو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې افغان طا-لبانو دغو وسلو ته د نورو ترهګرو ډلو لاس رسی رد کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا