افغانستانبرگزیدهسیاست

حکمتیار:  په راتلونکو ټاکنو کې به په پوره قوت ګډون کوو

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون کوي. ګلبدین حکمتیار چې پرون یې خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې ویلي، په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او د شفافو ټاکنو پایلې هم مني. هغه پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او د خپل هېواد په ودانولو کې دې ونډه واخلي.

دده په باور وسله وال کولی شي د مذاکراتو لړۍ و ازمويي او که پوه شول چې حکومت ددوی غوښتنې نه مني، بهرنیان له هېواده نه وځي نو بېرته دې ددوی پر وړاندې جګړه پیل کړي. د حکمتیار په خبره په دې توګه طالبان کولی شي، ملت ته وښيي چې دوی د جګړې لامل نه دي بلکې نورو جګړه ورباندې تپلې ده. ګلبدین حکمتیار همدا راز زیاته کړې، چې ملي بنسټونه لکه، ملي دفاع وزارت، ملي پولیس او ملي امنیت د ګوندونو ترمنځ ویشل شوي دی او هلته داسې کسان پکې شته چې تر ملي ګټو ورته خپلې ګوندي ګټې مهمې دي. دده په باور دغه بنسټونه باید ملي شي، له تعصب پاک شي، فساد پکې ورک شي او ملي روحیه ورکړل شي.

 

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا