اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

تاشکند: د افغانستان له لارې د کارګو ټرانزیټ وده کوي

ډید خبري اژانس: کابل ته د ازبکستان د یوه پلاوي له سفر وروسته د دغه هېواد چارواکي وايي چې د افغانستان له لارې به ترانزیتي لارې پراختیا ومومي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رئیس له ځانګړي استازي عصمت الله ایرگشوف سره په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی و.

په دغه سفر کې د ازبکستان او طالبانو چارواکو د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د لویې لارې، د سالنګ له لارې او د تورخم له سرحدي پوستې لیدنه وکړه.

په دې دوه اړخیزو خبرو کې د افغانستان او پاکستان له لارې د هند سمندر بندرونو ته د لاسرسي لپاره د یوه نړیوال ترانسپورتي دهلیز د جوړولو، د دواړو هېوادونو د لوژستیکي ترانسپورتي شرکتونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، د نړیوالو ترانسپورتي شرکتونو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو او د بندیزونو د لیرې کولو په اړه هم خبرې شوي دي.

د ترانسپورت وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دغې غونډې په دوام کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزيټي کارګو د ترانسپورت د پراختيا لپاره له ټولو فرصتونو څخه استفاده وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا