اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې قرغزستان ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان او قرغزستان ترمنځ لوبه د یکشنبې په ورځ ( د ثور ۹) په تایلنډ کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان لپاره امید غضنفري ګول وکړ. په دوهمه نیمايي کې د افغانستان له لوري مهران غلامي دوه دوه، اکبر کاظمي او مهدي نوروزي څلور ګولونه وکړل او درې ګولونه یې ومنل.

په دې بریا سره افغانستان نړیوال جام ته لار پیدا کړه او تاریخ یې جوړ کړ.

سږ کال افغانستان د لومړي ځل لپاره د اسیا د ملتونو جام ته لار موندلې وه او د دې سیالیو په ګروپي پړاو کې یې ایران ته ۳-۱ ماته ورکړه، له کویټ سره یې ۳-۳ مساوي او له بحرین څخه یې ۳-۲ وګټله. د دې پایلې سره د هېواد ملي لوبډلې د اتو اسیايي لوبډلو لپاره کوالیفای شو، خو په دې پړاو کې یې تاجکستان ته ۲-۱ ماتې ورکړه او د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته یې لار وموندله او نړیوال جام ته یې د مستقیم پرمختګ مخه ونیوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا