اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

له خصوصي سکتور سره د دوه میلیارد افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د درې پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د څه باندې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د درېیو پروژو تړون نن چهارشنبه (۱۱ دلو) د دغه وزارت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې د صدراعظم د دفتر د اقتصادي مرستیال له قوله راغلي چې ملا برادر دغه پروژې د معیاري ترانسپورت د احیا او د دې سکتور د ودې په برخه کې مهمې وبللې.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو پروژو کې د کابل په هوايي ډګر کې د تمځای او د انتظار خونې جوړول، په فاریاب ولایت کې د بندر اقینې تیر پارک او د هرات ولایت د ګذرې ترمینل شامل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا