اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د مهاجرینو اجباري اخراج؛ درې امریکايي چارواکي پاکستان ته ځي

ډید خبري اژانس: د افغان کډوالو د کړکېچ په دوام د امریکا درې جګپوړي چارواکي د سلا مشورو لپاره روانه اوونۍ پاکستان ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د یکشنبې په ورځ (قوس۱۲) په یوه خبري غونډه کې وویل: د نفوسو، کډوالو او مهاجرینو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیتا والش نویس به په درې ورځني سفر پاکستان ته راشي. د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي.

هغه زیاته کړه: د پاکستان په چارو کښې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابت هورسټ به هم د همدې میاشتې په نهه ویشتمه (دسمبر) پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړې، چې دغه غونډې له امریکا سره د افغانستان په ګډون پر یو لړ پراخو مسایلو د خبرو اترو یوه برخه ده، خو یوازې د افغانستان په وضعیت پورې محدوده نه ده.

د امریکايي چارواکو ډیپلوماتیک سفرونه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان له دغه هېواده افغان کډوال په زوره ایستلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا