اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

ملګري ملتونه: د افغان ښځو غږ باید په مستقیم ډول واورول شي

دید خبري آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د افغان ښځو د غږ په مستقیمه اوریدلو ټینګار کړی دی.

دغه موضوع د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۵) د «سولې لپاره د څو اړخیزې او دیپلوماسۍ د نړیوالې ورځې» په مناسبت د ملګرو ملتونو په ایکس پاڼه کې خپره شوه.

دغه سازمان ویلي: «موږ له هر څو اړخیزه فعال څخه غواړو چې داسې ځایونه جوړ کړي چې د افغان میرمنو غږ په مستقیم ډول واوریدل شي او د افغان میرمنو تر شا مالي مرستې وکړي».

دا په داسې حال کې ده چې طا-لبان په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو په پراخه سرغړونو تورن شوي دي.

په هرصورت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې دوی به په طا-لبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې محدودیتونه لرې کړي.

باید وویل شي، چې اوس افغان مېرمنې د زده کړې، روزنې، کار او سفر له حقه بې برخې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا