اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

کرزی: د سینیرلی اوغلو ارزونه «حقیقي او عملي» ده

د دید آژانس د خبر له مخې، حامد کرزي د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د هغه خپلواکه ارزونه «حقیقي او عملي» وبلله.

د هېواد پخواني ولسمشر نن چهارشنبه (د دلو ۱۸مه) د دوحې د ناستې ترسره کېدل مهم وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې د دې ناستې ګډونوال به وکولای شي، د افغانستان د روښانه راتلونکي په لور ګامونه واخلي.

دواړو لورو په دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه په تفصیل خبرې وکړې او ویې ویل، هیله ده چې افغانان او د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه یوې بشپړې هوکړې ته ورسېږي.

په تیرو څو ورځو کې فریدون سینیرلی اوغلو د دوحې د دوهمې غونډې په اړه د سرپرست حکومت له چارواکو سره وکتل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا