اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

کابل اداري کمپلکس په دارالامان سیمه کې جوړېږي

د پلازمینې کابل په دارالامان سیمه کې د سترې اداري کملپکس جوړلو لپاره د انجنیرۍ ډېزاین او طرحې قرارداد نن د کور او ښار جوړلو وزیر سید سعدت منصور نادري او و د خطیب العالمي بین‌المللي شرکت د مرستیال او د کابل د څانګې مشر رمضان الحرب ترمنځ لاسلیک شو.

ښاغلي سید سعادت منصور نادري د دارالامان سیمې تاریخي اهمیت ته په اشارې وویل، دارالامان سیمې ته د وزارتونو او دولتي ادارو انتقال باید د وخت او زمان په پام کې نیولو سره د یوې مشخصې برنامې په چوکاټ کې ترسره شي، نو د دغه شان لوی کمپلکس جوړولو په خاطر جامع پلان او مناسبې طرحې وړاندې کولو ته اړتیا وه، چې زموږ د نن او سبا غوښتنو ته ځواب وویلی شي.

ښاغلي نادري وویل، د خطیب العالمي بین‌المللي شرکت په معاصرې او په ځانګړې ډول اسلامي سبک انجینرۍ کې نړیوال شهرت او په څلوردېریشو هېوادونو کې د کارونو سابقه لري.

هغه زیاته کړه، د قرارداد په اساس به د خطیب العالمي شرکت  په دوو کالو کې د ډېزاین او طرحو په وړاندې کولو سره، پخوانۍ طرحې ارزوي او ټولو زیربناوو ته په پام به ماسټر پلان وړاندې کوي. همدارنګه به دغه موده کې د کور او ښار جوړولو وزارت سره د ظرفیت لوړولو او د خپلو تجربو د شریکولو په برخه کې هم همکاري کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا