اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د کورنیو پخوانی وزیر د افغانستان لپاره د «درملنې يو نسخې» د تدوین خبر ورکر!

دید خبری آژانس: د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي د «افغانستان د روښانه راتلونکي» لپاره «ګډ ګام» اخیستل غواړي او لیکلي یې دي چې د افغانستان راتلونکي ته کتل ګډو هڅو ته اړتیا لري.

اندرابي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانانو د هیلو د پوره کولو په موخه به ډېر ژر په ټولو اساسي ارزښتونو سمبال بنسټ اعلان شي.

هغه وويل چې دغه بنسټ به په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د خلکو په تحرک او د درملنې د يو نسخې په صفت مرکزي رول ولري.

 د اندرابي په وینا، دا بنسټ د هراړخیز جوړښت په توګه د ګډې همکارۍ بنسټ جوړوي او د هغو نوښتونو د ملاتړ لپاره به یوه کړکۍ وي چې د افغانستان پر راتلونکي متمرکز وي.

 هغه زیاته کړه، ټولو ته دا فرصت برابر شوی، چې پر بنسټیزو ارزښتونو موافقه وکړي او د یوه ښه افغانستان لپاره د ځواکونو په سمبالولو لاس پورې کړي.

 خو د کورنیو چارو پخواني وزیر څرګنده نه کړه چې دا نوښت به څنګه د افغانستان لپاره ښه راتلونکی رامنځته کړي، په داسې حال کې چې طا-لبان هیڅ ډول خبرو ته چمتو نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا