افغانستانروستي خبرونهسیاست

د ملي امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا ځانګړې غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

د ارگ مانی به رپوت، په دغه غونډه کې د کرونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین د تطبیق په اړه چې په دې وروستیو کې د هند له لوري افغانستان سره مرسته شوي، بحث او خبرې وشوې.
د ملي امنیت شورا غونډې پرېکړه وکړه چې یاد واکسین به په لومړي پړاو کې اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو، د افغانستان طبي پرسونل او ټولو هغو اقشارو ته چې له دغه ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې قرار لري، تطبیق شي.
جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه، د ملي امنیت شورا مشاوریت دفتر تر مشرۍ لاندې دې د اړوندو ارګانونو کمېټه جوړه شي، ترڅو یاد واکسینونه د شفافې پروسې له لارې مستحقو کسانو ته تطبیق شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا