افغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

 پر پاکستان دې فشار راوړل شي، چې د افغانستان په قضاياوو کې همکارۍ ته غاړه کېږدي

واشنګتن – په افغانستان کې د امنيتي وضعيت له ترينګلتيا سره سره د دې هېواد په اړه د امريکا چوپتيا له ګواښونو ډکه ده.

نشنل انټرسټ خپرونې په يوه راپور کې ويلي، ناټو او امريکا په لږ احتياط سره په ټولو جګړو کې طالبانو ته ماتې ورکړې، خو په بشپړ ډول د دې ډلې په له مينځه وړلو نه دي بريالي شوي. نشنل انټرسټ وايي، د دې لامل دا دی، چې طالبان په پاکستان کې امن روزنځايونه او پټنځايونه لري او هلته تر تجهيز وروسته بيا – بيا د افغانستان جګړو ته استول کيږي.

د دې امريکايي رسنۍ په باور، د پاکستان دوه مخې لوبه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ناکامۍ مهم عامل دی، او لکه څرنګه چې جان نيکولسن هم ويلي، د هغه دښمن ماتول چې بهرنی ملاتړ ورسره دی، خورا ستونزمن کار دی.

په راپور کې سپينې ماڼۍ ته وړانديز شوی، چې د امريکا نوې ستراتيژي بايد واقعيتونو ته په پام سره جوړه شي او پر پاکستان دې فشار راوړل شي، چې د افغانستان په قضاياوو کې همکارۍ ته غاړه کېږدي. د راپور په پای کې ويل شوي، چې په افغانستان کې دې د امريکايي پوځيانو د ډيرولو پر ځای د افغان پوځ پر روزنه او تجهيز تمرکز وشي، افغان ځانګړي ځواکونه دې ډير او تجهيز شي او دغه راز دې د افغان پوځ پر استخباراتو کار وشي، چې د بهرنيو پوځيانو شتون ته اړتيا کمه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا