اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کرزي له افغانستان څخه د وتلو اجازه ترلاسه کړه

دید خبري آژانس: د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوه کال وروسته له طا-لبانو څخه د سفر اجازه ترلاسه کړه. ویل کیږي چې ښاغلی کرزی به د طبي معایناتو لپاره جرمني ته ولاړ شي.

د هېواد پخواني ولسمشر ته له ډېر وخت وروسته د اسلامي امارت له لوري بهر ته د تګ اجازه ورکړل شوه.

ټاکل شوې چې ښاغلی کرزی له یوه کال وروسته په خپل لومړني بهرني سفر کې د خپل روغتیايي وضعیت د کتلو لپاره جرمني ته ولاړ شي. خو تر اوسه د دغه سفر دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د پخواني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د هغو سیاستوالو په ډله کې وو، چې په هېواد کې پاتې شول؛ که څه هم داسې ګنګوسې وې، چې دغه دوه سیاسي چارواکي بهر ته له سفره منع شوي، خو عبدالله عبدالله په تېر کال کې دوه ځلې هند ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تللی و.

ښاغلي کرزي تر دې مخکې ویلي و چې له کابله د وتلو اجازه نه لري، خو ټینګار یې وکړ چې په کابل کې د یوه آزاد سړي په څېر ژوند کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا