اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي افریقا ته لاړ

دید خبری اژانس: ایرانی سرچینو افریقا ته د دغه هیواد د ولسمشر ابراهیم رییسی د سفر خبر ورکړی دی.

د ایران ولسمشر د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۱) د افریقا لمری مقصد ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې د کینیا پلازمېنې نایروبي ته ورسېد او د دغه هېواد د ولسمشر له خوا یې رسمي هرکلی وشو.

افریقا ته د ایراني پلاوي سفر د کینیا د ولسمشر په رسمي بلنه د اقتصادي ډیپلوماسۍ د پراختیا، له هم‌غژ هیوادونو سره د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتو د منزلونو د تنوع په موخه ترسره شو.

رئیسي د نایروبي په هوايي ډګر کې د کینیا د بهرنیو چارو د وزیر الفرید متوا له خوا تود هرکلی وشو او بیا د کینیا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د کینیا د ولسمشر ویلیم روتو له خوا د هغه تود هرکلی وشو.

د ولسمشرانو خصوصي ناسته او د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو ګډې خبرې اترې به په راتلونکي کې هم ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا