اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

تاند: حکمتيار د جمهوري نظام د منسوبينو او ملاتړو د خونديتوب او درناوي مخالفت وکړ

د دید خبری آژانس: د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په یوه وینا کې طا-لبان هڅولي، چې د جمهوري نظام د چارواکو، لوړ پوړو مامورينو او د هغوی د خپلوانو او پلويانو د خونديتوب او درناوي پر ځای د ده په ټکیو له هغوی سره « محاسبه» وکړي.

د تاند په راپور، حکمتيار وايي د دغو خلکو په خوندیتوب او درناوي احساسولو هغه طا-لبان خوابدی کیږي، چې ۲۰ کلنه جګړه کې یې قربانۍ ورکړي او زندانونه يې ګاللي.
حکمتيار ادعا کوي، چې ولس هم د مخکينيو چارواکو، لوړ پوړو مامورينو او د هغوی د خپلوانو په درناوي او خونديتوب ناراضه کیږي.
د‌ حزب اسلامي مشر له طا-لبانو غواړي، چې خلکو ته له دې اړخه د نارضايتۍ د احساس ورکولو پر ځای باید پخوانیو چارواکو او لوړ پوړو مامورينو سره د محاسبې او حساب ډاډ ورکړل شي.
نوموړي له مخکينيو چارواکو او لوړ پوړو مامورينو څخه په مشخص ډول خپل هدف واضح نه کړ، خو دوی یې په مخکیني نظام کې د کار له کبله « امریکايي اشغال» سره په همکارۍ تورن کړل.
د يادونې وړ ده، چې په پرځول شوي جمهوري نظام کې د ښاغلي حکمتيار د ګوند او کورنۍ یو شمېر غړو هم د ولسمشر غني د نیږدې سلاکارانو او په مشرانو جرګه کې د انتصابي غړو په توګه دندې ترسره کولې.
خپله ښاغلي حکمتيار له جمهوري نظام سره په دې شرط د سولې تړون لاسليک کړی و، چې هر کال به څو سوه میلیونه افغانۍ په يوه عصري ماڼۍ کې د اوسيدو، ورځینیو لګښتونو او ګاردانو د معاش په توګه بايد ورکړل شي.
ګلبدين حکمتيار په تازه وينا کې له طا-لبانو دا هم غوښتي، چې مخکيني امنيتي منسوبين له خپلو لیکو تصفيه کړي.
هغه دغه منسوبین د اسلام خلاف په جګړې تورن او وويل، چې لاسونه یې د مجاهدینو او ملت په وینو سره دي.
د حکمتيار په وینا ټولو هغو کسانو سره باید جدي چلند وشي، چې مجاهدينو ته د رقیب په سترګه ګوري.
د ګلبدین حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طا-لبان په پرله پسې ډول له خپلو لیکو د هغو کسانو د تصفيې هڅه کوي، چې د طا-لبانو له نومه يې ناوړه ګټه اخيستې او د خلکو په وژلو، ځورولو او لوټلو یې لاس پورې کړی.
ځینې سرچینې وايي، چې په دې کار کې د حکمتيار اړوندو خلکو ډېر لاس لرلی او هغه په دې ډول څرګندونو د طا-لبانو لیکو ته د خپلو ننوتو جنګیالیو د جنایتونو توجیه غواړي وکړي.
يو شمير خلک ټینګار کوي، چې حکمتيار ظاهرا د طا-لبانو د ملاتړ تمثیل کوي، خو په واقعيت کې له پارونکو خبرو سره د دوی حکومت ناسمو اقداماتو ته هڅوي، چې طالبان يې بايد مخه ونیسي.
حکمتيار تورن دی، چې په خپل کور کې د مختلفو لیدنو او ویناوو پر مهال خلک د طا-لبانو خلاف اعتراضونو ته هڅوي او په واک کې لویه ونډه غواړي.
نوموړي څه موده مخکې د طا-لبانو د سرپرست حکومت د مودې پر نه معلومیدو او حتا د امیرالمؤمنین د ټاکل کیدو په څرنګوالي یې توندې نیوکې وکړې.
د ښاغلي حکمتيار زوم همايون جریر بيا د هغه د يادو څرګندونو په اړه د تاند راپور رد کړ، خو تاند یې د ثبوت په توګه د حزب اسلامي د مشر ښاغلي حکمتيار د خبرو غږيږه بڼه خپره او د خپل خبر واقعيت ثابت کړ.
طا-لبانو بيا تر اوسه هم د حکمتيار هغو نيوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا