افغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

د هندوستان او افغانستان په باب د پاکستان نوې ستراتيژي

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی، چې د دې هېواد ملي امنيت شورا د افغانستان او هند په اړه نوې ستراتېژي جوړه کړې ده، چې په کې د افغانستان پر سوله او ثبات هم خبرې شوې دي.

دغې شورا تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف په کور کې غونډه کړې ده.

د رسنيو له راپور سره سم غونډه کې د افغانانو پر مشرۍ د سولې له پروسې پر ملاتړ ټينګار شوی دی. د غونډې ګډونوالو ويلي، چې د سيمې د ټولو ستونزو د اواري له پاره افغانستان کې سوله او ثبات اړين دی.

ګډونوالو زياته کړې ده، چې افغانستان کې به د سولې او ثبات له پروسې ملاتړ او د بيا رغونې برخه کې همکاري کوي.

پاکستاني رسنۍ دا خبر په داسې حال کې ورکوي، چې تېره اوونۍ د امريکا د مشرانو جرګې څو تنو غړو پاکستان ته له سفر وروسته وويل، چې که پاکستان خپل چلن بدل نه کړي، پر وړاندې به يې ګامونه واخيستل شي.

پاکستان د دې ستراتيژۍ په اړه خبر د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو له اعلان وروسته ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا