اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

د کابل په لویدیځ کې د پرون ماښام د تروریستي برید په اړه غبرګونونه

دید خبری آژانس: د کابل په دشت برچی سیمه کې د پرونی تروریستی برید په اړه د هیواد سیاسی شخصیتونو غبرګون ښودلی او هغه یې د انسانی او اسلامی ارزښتونو خلاف بللی دی.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د X ټولنیزې شبکې له لارې د یوه پیغام په خپرولو سره د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره دغه عمل ترهګریز، غیر اسلامي او بشري ضد بللی دی.

د ولسمشر پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي هم یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې د «ترهګرو مشرانو جنایت» یو ځل بیا د ښار د ورانولو په هدف د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژلي دي.

خليلي: د کابل حکامو ته چې د خلکو د امنيت د تامينولو دعوه کوي، هم وايم، چې د دې تروريستي پېښو تر شا پټ لاسونه ژر تر ژره افشا کړي، که نه نو ځان به برائت ونه کړي او په جرمونو کې به شريک وګڼل شي.

په تېر حکومت کې د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د اکس په شبکه یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو په نښه کول له اسلامي لارښوونو او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي او غندل شوي دي.

د تېر حکومت یوه بل چارواکي محمد معصوم ستانکزي هم د ملکي وګړو په نښه کول د انسانیت او اسلام خلاف وبلل.

نوموړي د يو پيغام په خپرولو سره ليکلي: زموږ هېواد تل د بهرنيانو د شومو موخو قرباني کېږي. ملت جوړونه یوازې په صبر، عدالت او یووالي سره ممکنه ده. هغه کسان چې پر خپلو هېوادوالو بې بنسټه تورونه لګوي، هېواد یې ځوروي.

داعش ترهګرې ډلې په دشت برچي کې د شنبې د ورځې د خونړۍ چاودنې مسولیت په غاړه واخیست.

خو هغه څه چې د کارپوهانو پام یې ځان ته اړولی دی د داعش ډلې په اعلامیو کې د «هر ځای چې مو ومومئ، ووژنئ» کمپاین ذکر شوی دی چې د ایران په کرمان ښار کې له چاودنو او په کابل کې د تېرې شپې له چاودنو وروسته کارول شوی دی.

د کابل امنیتي چارواکو اعلان کړی، چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا