اسلایدشوروستي خبرونهسیمه

د پاکستاني رسنیو ادعا

پاکستانۍ رسنۍ ادعا کوي چې د هند د ملي امنیت مشاور افغانستان ته د ۱۵ زره هندي سرتېرو د لیږلو وړاندیز کړی دی. اسلام اباد نه خپرېدونکې پاکستان ابزرور انګلیسي رسنۍ لیکلي اجیت دوول د افغانستان د ملي امنیت له مشاور حنیف اتمر سره په وروستۍ لیدنه کې له هغه غوښتي چې افغانستان ته د هندي پوځ د ورلیږلو غوښتنه وکړي.

څو ورځې وړاندې حنیف اتمر مسکو کې له خپل هندي سیال سره لیدلي وو.

رسنۍ وایې، د ناامنۍ وروستیو پېښو ته په کتو دوول پلان لري چې افغانستان ته لاړ شي او هلته په رسمي ډول افغان حکومت ته دغه وړاندیز وړاندې کړي.

ویل کیږي، د هند د نظامي چارو یو کارپوه کانوال چې د هندي پوځ سره نږدې اړیکې لري، موده وړاندې یې واشنګټن ته په یوه سفر کې هڅه کوله، امریکایي ولسمشر ټرمپ دې ته وهڅوي چې هند ته په افغانستان کې رسمي رول ورکړي.

تر اوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا