اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

درانی کابل ته له خپل سفر وروسته: پاکستان له طا-لبانو سره فعاله اړیکو ته دوام ورکوي

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي کابل ته له درې ورځني سفر وروسته ویلي، چې پاکستان به له طا-لبانو سره په فعاله توګه خبرو ته دوام ورکړي.

د ډاون د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني پرون پر دې ټینګار وکړ چې پاکستان دې په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت په هدف له طا-لبانو سره له نږدې همکارۍ وکړي.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌آباد به له طا-لبانو سره د ګټو په ټولو چارو کې خپلو فعالو خبرو ته دوام ورکړي.

د پاکستان او طا-لبانو تر منځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته درانی د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل ته راغی او د طا-لبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې وکتل.

د راپورونو له مخې، هغه ته دنده ورکړل شوې وه چې طا-لبانو ته د پاکستان «روښانه پیغام» ورسوي او خبرداری ورکړي چې د دې هیواد د صبر کاسه په ختمیدو ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا