اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

د اڅکزي ادعا:

طا-لبانو په کندهار کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره اډه جوړه کړې ده

دید خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو پخواني وزیر جان اڅکزي ادعا کړې چې په کندهار کې طا-لبانو د امریکايي بې پیلوټه الوتکو اډه جوړه کړې ده.

اڅکزي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (۱۳ حمل) په خپله ایکس پاڼه لیکلي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو د پخواني وزیر په وینا، طا-لبانو دا اقدام د داعش د خراسان څانګې پر ضد د جګړې لپاره کړی دی.

په تیرو څو ورځو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د نامعلومو بې پیلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه خپاره شوي دي.

که څه هم دا نه ده څرګنده چې دا الوتکې د کوم هېواد دي، خو پرون ذبیح الله مجاهد امریکا د افغانستان له هوايي حریم څخه په سرغړونې تورنه کړه.

مجاهد زیاته کړه: «بې له شکه دغه الوتکې د امریکا متحده ایالات دي او له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته داخلیږي. ټول هیوادونه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت وپيژني او دغه تیري ودروي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا