اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ایراني ډیپلومات متقي ته: تاسو له خپلو نړیوالو مسوولیتونو څخه نه شئ سرغړولی

دید خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د چارو عمومي مشر د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ویلي، تاسو د یوه جامع حکومت په جوړولو کې له خپل نړیوال مسوولیت څخه نه شئ وتلی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي رئیس سید رسول موسوي دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیر خان متقي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې.

په دې وروستیو کې په کابل کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې متقي په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار پر ایران نیوکه وکړه او ویې ویل: تاسو تل د ټول شموله حکومت وړاندیز کوئ، آیا په خپل هېواد کې مو ټول شموله حکومت جوړ کړی؟ ایا تاسو په خپل هیواد کې [خلکو] حقونه ورکوئ؟ زموږ په زندانونو کې هغه کسان چې تاسو یې اعدام کوئ بندیان نه دي.

سيد رسول موسوي د جمعې په ورځ (۱۰ سنبله) په X چينل (پخواني ټويټر) کې د متقي د وينا ويډيو خپره کړه او ليکلي يې دي چې «تاسو د موضوع په دوه اړخيزه کولو او شخصي کولو سره له نړيوالو مسووليتونو نه تېښته نه شئ کولی».

موسوي زیاته کړه چې سوله، ثبات، امنیت او تلپاتې پراختیا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول دي.

هغه وويل: «ټول شموله حکومتوالى د امنيت شورا د ٢٥١٣ او ٢٥٩٣ پرېکړه ليکونو او د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو پاکستان، ايران، چين او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډو د اجماع موضوع ده».

ایران او ځینو نورو هیوادونو په ځلونو په افغانستان کې د ټولو توکمونو په شتون سره د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا