افغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني: سیمه ییزه حکومتولي اصلاحاتو ته اړتیا لري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو، کوچیانو چارو او طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې د کمېسیونونو له رئیسانو او غړو سره وکتل.


د ارگ راپور له مخی، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو، ښاري انکشاف، مسکن برابرولو، اوبو او برېښنا او ښاروالۍ چارو کمېسیون غړي محمدالله بتاش، د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې، انرژۍ او اوبو او ځمکو ادارې کمېسیون رئیس احمد جاوید جیحون او د کوچیانو، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو، کونډو، کډوالو، کار او کارګرو چارو کمېسیون مرستیالې مریم سلیمان خېل خبرې وکړې.
دوی د جمهوریت، د وروستیو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او ساتنې پر مهال وویل، خوشحاله یوو چې په سولې پروسه کې د خلکو رول ټاکونکی دی او وروستۍ پریکړه دوی کوي.
دوی همدا راز د اجرائیه او مقننه قواوو تر منځ پر لازیاتې همغږۍ، د ښې حکومتولۍ پر پیاوړتیا، د اوبو، کانونو او ځمکې پر مدیریت، چاپېریال ساتنې او کوچیانو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د اوبو بندونو پر جوړولو پانګونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده. هغه زیاته کړه، د کانونو د معیاري کېندنو لپاره باید اسانتیاوې برابرې او د چاپېریال ساتنې په برخه کې لازم اقدامات وکړو.
جمهوررئیس د سولې بهیر، جمهوري نظام او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو د ساتنې او ملاتړ په برخه کې د یادو کمېسیونو دریځ وستایه وې ویل، د سیمه ییزې حکومتولۍ په کچه اصلاحاتو او تغییراتو ته اړتیا ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا